د بغداد په مرکزي برخه کي په دوو ځان مرګو بريدونو کي ۷۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د عراق د کورنيو چارو وزارت وايي، ځان وژونکو نن سهار د بغداد په مرکز کي ساحة الطيران يا د هوايي چلند ميدان په نښه کړى دى.

د بغداد د روغتيا رياست بيا د تلفاتو شمیر تر دې زيات ښوولى او وايي، په پیښه کي لږ تر لږه ٢٧ کسان وژلسوي او ٨٠ تنه نور ټپيان دي.

عيني شاهدانو ويلي، چاودني د بيارغوني د کارګرانو يوې ډلې ته نېږدې سوي دي.

 

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...