د بارسلونا فوټبال لوبډلي او سویا ترمنځ لوبه مساوي پای ته ورسیدل

د هسپانیا هیواد لالیګا سیالیو د دېرشمي اونۍ په لوبو کي تیره شپه بارسلونا فوټبال لوبډله د سویا فوټبال لوبډلي میلمه وه، چي لوبه ۲ ګولونه پر ۲ ګولونو مساوي پاي ته ورسېده.

لومړۍ نیمه ۱ پر ۰ پای ته ورسیدل، بارسلونا په دوهمه نیمه کي لوبه تیزه کړل، خو یو ځل بیا یې د ګول دروازه خلاصه سوه او موریل د سویا لپاره دوهمه ګولوهنه په ۵۰مه دقیقه کی وکړه.

له دې وروسته لوبه ۲ پر ۰ د سویا په ګټه سوه چي ددې ګول وهني وروسته میسي میدان ته داخل سو.

سویا لا تر  ۸۷ دقیقي د ګول څخه په کلکه ساتنه وکړه، خو وروسته لیویز سواریز په ۸۸ دقیقه کي د بارسلونا لپاره لومړی ګول وکړ او وروسته دوهم ګول لیونل میسي په ۸۹ دقیقه کي وکړ، په دې سره لوبه ۲ ګولونه پر ۲ مساوي سوه او په همدې نتیجه لوبه مساوي پای ته ورسېده.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...