د ایران په ګلستان ولایت کي یو سني دیني عالم په ډزو وژل سوی دی

ایراني رسنیو راپور ورکړی چي د رضا اباد سیمي د جامع جومات امام عبدالغفور جمالزی د سې شنبي په سهار په ‌ډزو وژل سوی دی.

د ایرنا خبري اژانس وايي، جمالزی په اصل کي بلوچ و او څلور مرمۍ په ملا لګیدلی چي ساه یې ورکړې ده.

ایراني چارواکو ویلي، تر اوسه د دې وژنې انګېزه نه‌ده څرګنده.

د ایران د یو اتیا میلیونو نفوس په سلو کي لس وګړي سُنیان دي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...