د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یا یونېسف ویاندي الیسن پارکر پرون سې شنبه جنیوا کي خبریالانو ته وویل، په افغانستان کي ماشومان له خطرناک وضعیت سره مخ دي.
مېرمن پارکر وايي، د جولای څخه تر اکټوبر پوري سروې کي ښودل سوې دا ماشومان، د دې لپاره چې پلرونه او کورنۍ یې له پورونو ځان خلاص کړي؛ د چا په نوم سوې، واده سوي او یا پلورل سوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې هم ویلي چي افغانستان په لسیزو کي تر ټولو له سختي وچکالۍ سره مخ دی او له جګړې سره یو ځای یې پهدې هیواد کې ګڼ شمېر کورنۍ له ناوړه وضعیت سره مخ کړي چې یوازې په روان میلادي کال کي تر ۳۰۰ زرو زیات بې کوره سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون