د ایران مذهبي مشر د هغو هزاره توکمو مننه کړې چي د ایران لپاره یې په سوریه کي جګړه کړې ده

 

د ایران مذهبي مشر آیت الله خامنه یې په مشهد کي د هغو هزاره توکمه افغانانو له کورنیو سره کتلي، چي د سوریې په جګړه کې وژل سوي دي.

دده په خبره فاطمیون ډله د ایران لپاره ډېره ګټوره تمامه سوې ده او تل یې د ایران ددفاع لپاره قربانۍ ورکړي دي.

د افغانستان هزاره توکمه وګړي د سپاه پاسداران تر مشرۍ لاندي په فاطمیون ډله کي راټول سوي او په سوریه کي د بشار الاسد د رژیم ددفاع لپاره د ایران په لارښوونه جګړه کوي.

آیت الله خامنه يي ویلي، چي دوی د ایران په ازادۍ او د امریکا په ماته کي ګټور تمام سوي دي او دی یې له کورنیو مننه کوي. ویل کیږي چي د سوریې په جګړه کي تر ۲ زره پوري هغه افغان کډوال وژل سوي چي د ایران سپاه پاسداران د سوریې جګړو ته لېږلي وو. فاطمیون ډله لا هم د ایران د سپاه پاسداران تر لارښوونه لاندې په سوریه کې جګړه کوي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...