خلیلزاد: ناټو او امریکا د افغان جګړې پای ته رسولو ته ژمن دي

د افغان سولي لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ویلي، چي په بروکسل کي یې د ناټو له چارواکو سره کتلي دي او د افغان سولي په اړه یې خبرې ورسره کړي دي.

د زلمي خلیلزاد په خبره د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره د خبرو پر مهال دواړو لورو ویلي، چي دوی په افغانستان کي د رواني جګړې پای ته رسولو، سولي راوستلو او امنیت تامینولو ته ژمن دي.

زلمي خلیلزاد ویلي چي دمګړی د ناټو او امریکايي ځواکونه اوږه په اوږه په افغانستان کي د ترهګرۍ ضد جګړه مخ ته وړي او هڅه کوي افغانستان ته امنیت او ثبات راولي. خلیلزاد زیاته کړې چي ناټو په بشپړه توګه د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او هیله لري چي د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو له لاري په دغه هېواد کي روانه اوږده جګړه پای ته ورسول سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...