خامنه اي پرون، شنبه د نوومبر ۳مه، په تهران کې وویل:
“نننۍ امریکا تر هغي امریکا چي ۴۰ کاله مخکي انقلاب بریالی سو، ډیره کمزورې ده، د امریکا قدرت په ځوړ کي دی، دا مهمه خبره ده.”
دا پهداسي حال کي ده چي د امریکا متحدایالات به د نوومبر په پینځمه پر ایران خپل اقتصادي بندیزونه چي د اټمي موافقې پر اساس کم سوي وو، له سره ولګوي.
د اسرائیل صدراعظم، بنیامین نتانیاهو دا مریکا د پرېکړې هرکلی کړی دی.
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر د روان کال په مې میاشت کي له ایران سره د نړیوالو قدرتونو له اټمي موافقې ووت.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون