د افغانستان د ملي امنیت رئیس وايي، د کندهار پر امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ولسي جرګې پر غړي عبدالجبار قهرمان باندي د حملې د څرنګوالي په اړه به بشپړ معلومات ډیر ژر له خلکو سره شریک کړي

معصوم ستانکزي دغه څرګندوني د شنبې په ورځ د ولسي جرګې استعماعیه غونډې ته کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت رئیس وايي، د دوی د موندنو له مخي، د کندهار او هلمند په ورستیو خونړیو پېښو کي د سیمي استخباراتو لاس درلود.

معصوم ستانکزي دغه څرګندوني د شنبې په ورځ د ولسي جرګي استعماعیه غونډي ته وکړې او ويې ویل چي د کندهار په امینې قوماندان جنرال عبدالرازق او د ولسي جرګې په غړي عبدالجبار قهرمان باندي د حملې د څرنګوالي په اړه کره معلومات به ډېر ژر له خلکو سره شریک کړي.

دی وایي:

“موږ په خپلو څېړنو کي ښه پرمختګ لرو چي د پېښي اصلي ځای ته يې نېږدې کړي یوو، کسان مشخص سوي دي، دا کس څوک و، کورنۍ او هغو کسانو چي ده ته یې روزنه ورکړې او دی یې دلته رسولی او څنګه یې راوستی، د پېښي ټول جریان له تخنیکي امکاناتو په استفادې بشپړ سوی دی.”

ښاغلي ستانکزي دغه شان وویل چي تراوسه د کندهار د امنیه قوماندان د وژني په تړاو ۲۲ تنه نیول سوي او تر څېړنو لاندي دي.

د ملي امنیت رئیس وايي، د دوی څېړني ښيي چي د جنرال رازق د وژلو طرحه د سیمي د استخباراتو په همکارۍ جوړه سوې وه.

په ورته وخت کي د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل چي پولیسو په دیارلسو پړاوونو کي د کندهار د امنیه قوماندان د وژل کیدو د قضیې په تړاو خپلي څېړني وکړي او مدارک او شواهد یې د ملي امنیت ریاست په واک کي ورکړل.

شااوخوا دوې اوونۍ مخکي د کندهار پخوانی امنیه قوماندان ستر جنرال عبدالرازق اڅکزی او د نوموړي ولایت د ملي امنیت پخوانی رئیس مومن حسین خیل د کندهار والي په دفتر کي په نښه او ووژل سول.

تر دې پېښي مخکي د ولسي جرګې لپاره له هلمند ولایته کاندید عبدالجبار قهرمان د هلمند په مرکز لښکرګاه کي په خپل کار ځای کي ووژل سو.

په ورته وخت کي د ولسي جرګې دوهم مرستیال له امنیتي مسؤلینو وغوښتل چي په یادو پیښو کي ښکېل کسان مجازات کړي.

د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي هم یادې غونډې ته په خبرو کي وویل چي د ملي امنیت په ګډون د نورو امنیتي ارګانونو په همکارۍ د کندهار او هلمند د پېښو په تړاو جدي څېړنې روانې دي او هیله یې وښوده چي تر لاسه سوي نتایج د خلکو قناعت خپل کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...