راپور: محمد یار مجروح
د یاد کمېسیون مسٔوولین وايي، د ۱۷ کلونو په تیریدو سره په جنوبي زون کي د خبریالانو د کار پر وړاندی ستونزي نه دي حل او دولت باید ورته خاصه پاملرنه وکړي.
بلخوا د کندهار ولایتي اداره وايي، د کار په ساحه کي د خبریالانو خوندیتوب ته خاصه پاملرنه پاملرنه کوي.
د نومبر میاشتي دوهمه د خبریالانو پر وړاندي د جرمونو د معافیت ختمولو نړیواله ورځ ده چي هر کال په دې موخه لمانځل کیږي تر څو د خبریالانو پر وړاندي تاوتریخوالی پای ته ورسیږي.
خو د بشري حقونو مسؤلین بیا وايي، په افغانستان کي لاهم د خبریالانو د کار پر وړاندي ستونزي نه دي حل سوي چي به خبره یې دولت باید د خبریالانو مصؤنیت ته خاصه پاملرنه وکړي.
د کندهار د بشري حقونو کمېسیون رئيس فخرالدین فایز او د ولایتي شورا رئيس سیدجان خاکریزوال وايي، د بیان د آزادۍ اصلي ممثلین خبریالان دي چي پر هر حالت کي یې د بې وزلو خلګو ږغ پورته کړی دی.
د دوی په خبره دولت دنده لري تر څو د هغو کسانو مخه ونیسي چي د خبریالانو د کار پر وړاندي ستونزي جوړوي.
پر همدې مهال د خبریالانو د خونديتوب کمېټه وايي، په افغاني ټولنه کي خبریالان د سر په بیه کار کوي.
د همدې کمېټې مشر احمد لوین زیاتوي ، چي د نا امنۍ، وسلوالو ډلو او زورواکانو له امله خبریالان په ښه ډول خبر اورپوټ نسي چمتوکولای.
بلخوا د کندهار ولایتي اداره وايي، دوی پر هر حالت کي د خبریالانو مسؤنیت پام کړی دی.
د کندهار سرپرست والی عبدالحنان منیب وايي، په افغانستان کي د بیان د آزادۍ تازه پيل دي نو معلومه خبره ده چي پر وړاندي به يې زیاتي ستونزي موجودي وي.
دده په خبره په کندهار کي يې د خبریالانو د مسؤنیت کمېټه جوړه کړې چي په مرسته يې د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندي ډیری ستونزي حل کړي دي.
په افغانستان کي زور واکي، د وسلوالو ډلو شتون او ناامني هغه موارد دي چي د خبریالانو د کار پر وړاندي يې ستونزي جوړي کړي دي.
که څه هم وسوال طالبان د خبریالانو د خوندیتوب خبره کوي خو وخت ناوخته پر خبریالانو د بریدونو مسوولیت بیا خپله وسلوال طالبان مني.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون