له نغلو بریښنا بند ننګرهار او لغمان ته ورغلې برېښنا لینونه له نږدې یوې میاشتي راهیسي د لغمان پادپښ ولسوالۍ‌ کی وسله والو پرې کړي، خو حکومت یې په بیرته تړلو تر اوسه نه دی بریالی سوی

راپور: میلاد حمیدي

د وسله والو له لوري د لغمان په پادپښ کي د  برېښنا د پرې سوو مزو له امله کابو یوه میاشت کیږي چي ختیځ ننګرهار او لغمان ولایتنو کي تیاره ده.

جلال اباد کي تیره ورځ مدني فعالانو د ولایت مقام مخ ته د اعتراض خېمه وهلې او غوښتنې یې دا وې چي ژر دي مرکزي حکومت د برېښنا ستونزي د دایمي حل لپاره لاس په کار سي.

د مدني بنسټونو غړي وایي، هغه پریکړه ورته هم د منلو نه ده چي له مخي ننګرهاره کي جوړیدونکی اسلامي پوهنتون کابل ته انتقالېږي.

دوي وايي، مرکزي چارواکي دي د مور او میرې چلند پرېږدي.

د برېښنا نشتون له اقصتادي اړخه هم ډېر زیانونه اړولي دي سوداګر وايي، فابریکې ولاړ او پکښي زرګونه کاروونکي د کار نشتون له کبله پر کور ناست دي.

تر دې وړاندي هم په ځلونو بادپښ ولسوالۍ کي د بریښنا لینونه پري سوي دي.

ځايي چارواکي يې هم د لینونو د تړلو لپاره د خپلو منډو ترړو وايي خو تر اوسه یې کومه پایله نده ورکړې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...