د ایران د انقلاب ساتوونکو ځواکونو اړوند د قدس لوا نن سهار د سوریې پولي ته څېرمه توغدیز بریدونه کړي

د اسرائیلو پوځ وایي، د ایران د قدس لوا ځواکونو له خوا توغندیز بریدونه د ګولان په مربوطاتو کي د پوځ پر پوځي تاسیساتو ترسره سوي او په ځواب کي یې د اسرائیلي ځواکونو د سوریې په خاوره کي پر ګڼو پوځي تاسیساتو هوایي بریدونه ترسره کړي.

د سوریې حکومت خبرې اژانس تائید کړه، چي د سوریې پوځ اړوند پر یو شمېر مواضعو د پولي له هاخوا د اسرائیلو له خوا توغندیز برید ترسره سوي.

د اسرائیلو پوځ ویاند جوناتان کونریکس وویل، چي د ایران قدس لوا اړوند ځواکونو د اسرائیلو پوځ پر مواضعو د ګراد او فجر توغندیو په وسیله بریدونه ترسره کړي اسرائیلي ځواکونو اکثریت یې خنثی کړي دي.

هغه زیاته کړه، چي د ایراني توغندیز برید په ترڅ کي اسرائیلي پوځیانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د ایرانیانو او د سوریې ځواکونو د تلفاتو په اړه معلومات په لاس کې نسته.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...