په زابل کي د افغان هوايي ځواک له لوري په  ترسره سوي برید کي د طالبانو د چریکي بریدونو د مسٔوول په ګډون شپږ وسله وال وژل سوي

راپور: نثار احمد څپاند

د مسٔوولینو په خبره دغه برید تیره ورځ له غرمې وروسته د زابل ولایت په لویدیځ کي د وسله والو مخالفینو پر یوه ډله ترسره سوی او په ترڅ کي شپږ وسله وال ووژل سول.

د دې ولایت د والی ویاند ګل اسلام سیال وویل، چي په دې وروستیو کي په زابل کي د افغان او امریکايي الوتکو بریدونه زیات سوي چي خورا موثر دي او ګڼ وسله وال یې وژلي دي.

نوموړي وویل، په دې لړ کي تیره ورځ د دقیقو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د میزاني او شهرصفا ولسوالیو تر منځ د کرخشي بند په سیمه کي یوې پوځي الوتکي د وسله والو یو موټر وویشت او پکښي سپاره کسان یې ووژل.

سیال وویل، شپږ مخالف جنګیالي په دغه برید کې وژل سوي دي چي یو پکښي د کلات ښار لپاره د طالبانو چریکي مسٔوول هم شامل دی.

پر همدې مهال د زابل ولایت د امنیه قومندانۍ مسٔوولین وايي، چي په وروستیو کي د افغان ځواکونو له لوري د مخالفینو پر وړاندي تصفیوي او هوایي عملیات په بریالیتوب سره روان دي.

د زابل ولایت په مربوطاتو کي په داسي حال کي د هوایی ځواکونو له لوري د وسله والو مخالفینو یوه ډله له منځه وړل کیږي چي تیره اونۍ هم په یو ورته حمله کي د یو شمیر مشهورو قومندانانو یوولس مخالف جنګیالي وژل سوي وه.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...