د یوناما مشر د سې شنبې په ورځ کندهار ته په یوه سفر کي له کندهار والي سره د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو او دغه راز ځینو نورو موضوعاتو په اړه خبري وکړې او له دې بهیر څخه یې د ملاتړ ډاډ ورکړ.
کندهار والي په دغه لیدنه کې وویل، کندهار تر کابل وروسته لومړی ولایت دی چې تر ټولو ډيرو کسانو نوم لیکنه پکښې کړې ده.
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې مشر تاداميچي یاماموتو وايي، یوناما په افغانستان کې د نوم لیکني له روان بهیر او ټاکنو پوره ملاتړ کوي.
هغه کندهار ته د سې شنبې په ورځ د خپل سفر په ترڅ کي کندهار والي ته ډاډ ورکړ چي د ټاکنو تر څنګ د افغانانو د ښه ژوند لپاره په بېلابیلو برخو کي خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې مشر وویل، د ټاکنو موضوع چي د افغانانو لپاره ډېره مهمه ده یوناما په دې برخه کي هر ډول همکاري کوي، تر څو د نوم لیکني او ټاکنو بهیر په ښه ډول تر سره سي.
نوموړي زیاته کړه: ((موږ ډېر خوشحاله یو چي د نوم لیکني پروسه په کندهار کي په ښه ډول دوام لري، موږ له نورو خلکو څخه هم غواړو چي په دا مهمه پروسه کې ګډون وکړي، موږ د خلکو ستاینه کوو چې له خپل حکومت سره همکاري کوي، دا ډيره مهمه پروسه ده او تاسو ټول نوم لیکنه وکړئ.))
کندهار والي زلمي ویسا هم وویل، د یوناما مشر په کندهار کې د ټاکنو تر څنګ په نورو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
هغه وویل، په کندهار کې د سې شنبې تر ورځي پوري شاوخوا دوه لکه اته زره کسانو نوم لیکنه کړې چې دا پروسه لا هم په چټکۍ سره روانه ده.
په کندهار کې د نوم لیکنې د بهیر په پیل کې دغه پروسه ټکنۍ وه خو وروسته په بې سارې توګه خلکو په دغه پروسه کې ګډون وکړ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون