د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو غوښتي د اټومي بم له تر لاسه کولو د ایران مخنیوي کي له امریکا سره په ګډه کار وکړي

نوموړي امنیت شورا ته وویل، هر څوک چي پر ایران د امریکايي بندیزونو پلي کولو کي پاته راسي له سختو عواقبو سره به مخ سي.

نوموړي پر ایران او روسیې تور پوري کړ، چي د سوریې له حکومت سره یې د عاموژنې لپاره ددوی په پیاوړتیا کي مرسته کړې ده، خو ټرمپ په ورته مهال له ټولو درېیو هیوادونو مننه وکړه، چي د سوریې ادلب کي یې پر حکومت مخالفو وسله والو له برید کولو ډډه کړې.

د امریکا ولسمشر د امنیت شورا په غونډه کي پر چین هم نیوکه وکړه او ویې ویل، دغه هیواد غواړي د امریکا راتلونکو منځمهاله ټاکنو کي د لاسوهني له لاري د جمهوریت غوښتونکي ګوند د بریا مخه ونیسي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...