د رسنیو د راپورونو له مخي جان بولټن ددې پلوی دی چي افغان جګړه بلک واټر خصوصي کمپنۍ ته وسپارل سي.
په دې وروستیو کي یو ځل بیا امریکایۍ بلک واټر کمپنۍ هڅې پيل کړې دي چي د افغان جګړې قرار داد تر لاسه کړي او دا جګړه له پنټاګون دوی ته وسپارل سي.
دغه کمپنۍ ادعا کوي، چې د امریکا ددفاع وزارت د افغان جګړې په ګټلو کې ناکام دی، نو دغه کمپنۍ تیاره ده، چې په ډېر کم لګښت دغه جګړه وګټي.
ددغه کمپنۍ مشر اریک پرینس په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، داسې ښکاري چې د ټرمپ اداره ورو ورو ددې پلوۍ کېږي څو افغان جګړه بلک واټر ته وسپارل سي.
ځينې امریکایي چارواکو هم دغه خبرې رسنیو ته تایید کړې وې.
اوس تازه د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار ددغه خبري ملاتړ کړی دی او وايي ښه به وي چې افغان جګړه خصوصي کمپنیو ته وسپارل سي.