د خپلواکۍ د ورځي په لمانځغونډه کي د ۴۰۴ میوند زون قوماندان مل پاسوال عبدالنبي الهام وویل، چي امنیتي او دفاعي ځواکونه به تل دا خپلواکۍ همداسي ساتي.
هغه وویل امنیتي ځواکونه ورځ تر بلي د پرمختګ په حال کي دي او د نوو وړتیاوو څخه برخمن کیږي.
د ښاغلي الهام په خبره، چي زموږ نیکونو د هیواد خپلواکۍ د وخت د لوی قدرت انګریزانو څخه په ډيره مېړانه اخیستې ده او اوس باید په همداسي مېړانه وساتل سي.
هغه وویل، غازي امان الله خان د ازادۍ په تر لاسه کولو کي ډيري قربانۍ ورکړي او یو خپلواک هیواد یې اعلان کړی دی، چې باید ټول افغانان خپل هیواد ته همداسي خدمت وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون