د افغانستان له ټیسټ لوبي څخه د محمد شمي د ایستلو په اړه د هند کرکټ پرېکړه

د هند کرکټ بورډ له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي، چي د کرکټ بورډ غوراوي کمیټې د پرېکړي په اساس د محمد شمي پر ځای د نودیپ سایي نوم د افغانستان په وړاندي د ټیسټ لوبې لپاره د لوبغاړو په نوملړ کي شامل سوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چي د هند کرکټ وتلي تیز توپ اچوونکی محمد شامي د فتڼس یا په فزیکي ازموینو کي پاته راغلی او له همدې امله د غوراوي کمیټي غړو له ټیسټ لوبي څخه د هغه نوم د ایستلو پرېکړه کړې ده.

د افغانستان او هند ترمنځ دغه تاریخي ټیسټ لوبه به د پنجنشبې په ورځ پیل سي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...