د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي درې نړیوال ريکارډونه جوړ کړل

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون د فبرورۍ په ۲۳مه له ایرلنډ سره د شل اووره کرکټ دوهمه نړیواله لوبه وګټله.

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو مسؤل، فرید هوتک په‌دې اړه وویل:

“افغانستان د ایرلنډ په وړاندي به دوهمه شل اووره لوبه کي درې نړیوال ریکارډونه مات کړل او درې نړیوال ریکارډونه یې جوړل کړل، هغه دا چي په کمو توپونو حضرت الله ځاځي خپله سلیزه جوړه کړه، هغه ریکارډ چي د دوو لوبغاړو ترمنځ د ملګرتیا و، افغانانو مات کړ او تر هغې یې زیاتې منډې جوړې کړې چې هدف ټاکل سوی و. ”

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړي، حضرت الله ځاځي شپاړلس شپږيزي ووهلې چې هغه هم نړیوال ریکارډ ګڼل کېږي.

د افغانانو پرونۍ لوبې د اسټرالیا ریکارډ مات کړ چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې یې له سریلانکا سره په مسابقه کې ټینګ کړی و.

افغانستان نن له اېرلنډ سره د هند په دهرادون ښار کي درېیمه شل اووره مسابقه لري.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...