د رسنیو د راپورونو له مخي د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظر بایوف په دوه ورځني سفر ترکیې ته تللی و.
په دغه سفر کي د ترکیې او قزاقستان ترمنځ ددوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبري سوي دي او دواړو خواوو پنځه سوه تړونونه لاسلیک کړي دي.
دغه تړونونو په دفاعي، ښووني روزني، فرهنګي چارو، سوداګرۍ او نورو برخو کي لاسلیک سوي دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چي د قزاقستان او ترکیې ترمنځ اړیکي په بې ساري توګه پراخي سوي دي او ددغه اړیکو د لا پراختیا لپاره پوره هڅي رواني دي.
هغه ویلي چي په راتلونکو کي د همکاریو او ښو اړیکو په برخه کي ددواړو لورو ترمنځ نور سندونه هم لاسلیکېږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون