افغان حکومت هڅه کوي چي له استرالیا سره د سوداګرۍ او راکړي ورکړي لاري چاري پيدا کړي

په ممبيۍ کي د هند او افغانستان په ګډ نندارتون کي افغان چارواکو ویلي دوی اوس مهال پر څو انتخابونو کار کوي څو وکړای سي استرالیا ته افغان توکي صادر کړي.

ددوی په وینا د استرالیا او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ ښه لاره د هند او اندونیزیا لاره ده.

دوی ویلي افغانستان غواړي د چابهار بندر، ترکیې او یا اندونیزیا او هند له لاري د افغانستان سوداګریز توکي استرالیا ته ولېږدوي.

په دې نندارتون کي استراليايي سوداګرو او کتونکو هم ویلي چي د افغانستان او استرالیا ترمنځ سوداګري به ددواړو هیوادونو د اقتصادي ودې لامل سي.

دوی هم ټینګار کړی، چي باید له ممکنو لارو د افغانستان توکي د استرالیا بازارونو ته وړاندي سي.

په ممبيۍ کي د افغان توکو نندارتون جوړ سوی چي تر دې مهاله دوام لري.

په نندارتون کي لاسي صنایع، وچه او لمده میوه او نور افغان محصولات نندارې ته اېښودل سوي دي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...