د ترکيې دفاع وزير وايي، هیواد يې د کرد د هغو جنګياليو په وړاندي چي امريکا يې ملاتړ کوي، د سوريې په عفرين سيمه کي پوځي عمليات پيل کړل.
نورالدين جانيکلي وايي، دغه پوځي عمليات د ترکي پوځيانو له خوا د ترکيې په خاوره کي دننه د توپونو په انداختونو سره پيل سول.
د جانيکلي په خبره انقرې د ترکيې سرحد ته نږدې د سوريې په شمال کي د تروريستي عناصرو له تصفيې پرته بله چاره نه درلوده.
د ترکيې دفاع وزير زياته کړه، انقره او مسکو به د دغو پوځي عملياتو په اړه په خپلو کي خبرو ته ادامه ورکړي.
د کردانو د ولسي خونديتوب د قطعو يوه وياند تائيد کړه چي د ترکيې ځواکونو له تیري نيمې شپي د سوريې پر عفرين سيمي د توپونو سختي ډزي پيل کړي دي.
ترکيه د کردانو دغه ځواک ته د تروريستي سازمان په سترګه ګوري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون