د فراه ولایت د چارواګو په خبره وسله وال طالبان د سيمي د استخباراتو په اشاره هڅه کوي ځيني سيمې ونيسي.
خو د فراه د امنيت امر وايي، دوى به د وسله والو طالبانو د دغو فشارونو مخه ونيسي.
تر دې مخکي په فراه ولايت کي مدني فعالانو او ځايې اوسیدونکو ويلي وه چي له يوې مياشتي راهيسي يې ناامنيو ژوند ورتريخ کړى دى.
د فراه د والي مرستيال وايي، د ناامنيو د زياتیدو يو علت دا دى چي په دي ولايت کي کافي امنيتي ځواک نه لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون