بنګله دیش د ویسټ انډیز څخه د شل اوریزو سیالیو اتلولي خپله کړل

 

د ویسټ اڼدیز او بنګله دېش کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو شل آوریزه لوبو د لړۍ څخه یې نن سهار درېمه شل آوریزه لوبه ترسره سوه، چي بنګله دېش په ۱۹ منډو توپیر ویسټ انډیز ته ماته ورکړه او په دې سره یې د شل آوریزه سیالیو لړۍ هم خپله کړه.

په یاده لوبه کي لومړی توپ وهنه بنګله دېش وکړه، بنګله دېش په ټاکلو شل آورونو کي ویسټ انډیز ته د ۱۸۵ منډو هدف وټاکی.

کله چي د ویسټ انډیز لوبغاړي میدان ته کښته سول، په ۱.۱۷ آورونو کي یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۵ منډي کړي وې، چي باران پيل سو، خو باران تر ټاکلي وخته ونه درېد او وروسته د D/L میتود په اساس لوبه بنګله دېش په ۱۹ منډو توپیر وګټله او په دې سره یې لړۍ ۱-۲ خپله کړه.

د یادولو وړ ده، چي د دواړو هیوادونو ترمنځ تر دې مخکي د درو یو ورځنیو لوبو لړۍ هم ترسره سوه، چي هغه هم بنګله دېش ۲ـ۱ خپله کړه.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...