بریتانیا د لبنان حزب الله ډله په ترهګرو ډلو کي راوستله

د بریتانیا حکومت ویلي، د لبنان حزب الله ډلې پر ټولو پوځي او سیاسي څانګو یې بندیزونه لګولي؛ ځکه چي دا ډله په منځني ختیځ کي د ټیکاو له منځه وړلو لپاره لمن وهي.
دا پرېکړه به د بریتانیا د پارلمان له موافقي وروسته عملي کیږي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د دوشنبي په ورځ وویل، د حزب الله ډله یې په ترهګرو ډلو کي راوستې ده.‌
په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۸ کلونو کي هم لندن د حزب الله ډلي د بهرني امنیت او پر پوځي څانګي بندیزونه لګولي وو خو اوس یې سیاسي څانګه هم ور زیاته کړه.‌
د بریتانیا د محافظه کارانو په حکومت کي د کورنیو چارو وزیر ساجد جاوېد ویلي، حزب الله په منځني ختیځ ‌کي د ټیکاو له منځه وړلو ته لمن وهي نو دوی یې د بندولو پرېکړه کړې ده.
د امریکا متحدو ایالتونو هم حزب الله یو ترهګر ګوند بللی و.
د بریتانیا حکومت وايي، حزب الله ډله د وسلو زېرمي لري او د بشارالاسد په ملاتړ سره یې د سوریې د جګړې اوږدولو ته لار هواره کړې ده. تر اوسه حزب الله د بریتانیا پر دغي پرېکړې غبرګون نه دی ښودلی.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...