د چهارشنبې په ورځ د کندهار لپاره نوی نومول سوی والي حيات الله حيات، د سيمه ييزي ارګانونو د خپلواکي ادارې د مالي او اداري معين او ګډ پلاوي په ملتيا کندهار ته راورسېدی او دلته یې د قومي، مشرانو، دیني عالمانو، ښځو او ځوانانو سره په یوه لویه غونډه کي ګډون وکړ.
په دغه غونډه کي د قبایلو چارو وزیر، د افغانستان د سوداګرۍ خوني مرستیال او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی وو.
قومي مشرانو او مخورو په خپلو ویناوو کي له نوي والي څخه د پوهني، روغتیا او ځینو نورو برخو کي غوښتني وکړې.
وروسته والي حیات الله حیات وویل، د خلکو په ستونزو خبر دی ځکه خپله ډېري ستونزي ورباندي راغلي او د خپل کار په جریان کي به یې رابطه له ولس سره وي.
هغه وویل، دی هم د دفتر او هم د سنګر سړی دی نو هڅه به وکړي چي په هره برخه کي ستونزي له منځه یوسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون