د افغانستا کرکټ بورډ په یوه بیان کي ویلي، چي د لوبي پچه افغانستان وګټله او لومړی یې خپله د توپ وهنې پریکړه وکړه.
د افغانستان ملي لوبډله په ټاکلو ۵۰ اوورونو کي د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۲ منډې جوړې کړې او ایرلنډ ته یې د ۱۸۳ منډو هدف ورکړ.
د افغان لوبډلې لوبغاړی نجیب الله ځدران د ۴۲ منډو په جوړولو سره د ټولو نه زیاتې منډې جوړې کړې.
ورپسي افغان لوبغاړي رحمت شاه ۳۲، اصغر ستانکزي ۳۹، افتاب عام ۱۶، مجیب الرحمن ۱۲، محمد نبي ۱۳، راشد خان ۱۰، ګلبدین نایب ۷، حضرت الله ځاځي ۱، او حشمت لله شهیدي ۲ منډې جوړي کړې.
د ایرلنډ ملي لوبډله دغه هدف په وروستي ۴۳م اوور کي د ۷ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او افغان لوبډلي ته یې په ۳ ویکټو ماته ورکړه.
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه به د جمعې په ورځ ترسره سي.