امریکا: پر شمالي کوریا به فشارونه ادامه ولري

د امریکا ولسمشر ټرمپ له اټومي وسلو د تشې کوریا ټاپو وزمې لپاره د دواړو کوریاوو ترمنځ له تړون وروسته وايي، چي پر پیونګ یانګ به فشار روان وي.

ډونالد ټرمپ هیله من دی چي یوه ورځ به د دې ټاپو وزمي د دواړه کوریاوو خلک له اټومي وسلو پرته له یو بل سره ژوند وکړي.

د شمالي او سوېلي کوریا مشران د جمعې په ورځ په تاریخي ناسته کي له اټومي وسلو د تشې کوریا ټاپووزمې په سر هوکړې ته ورسېدل. چین د دواړو کوریاوو د مشرانو د لیدنې هرکلی کوي.

بېجینګ هیله من دی چي له دې تاریخي لیدنې پیدا سوې هیلې دوام ولري.

ټرمپ بیا په ټینګار سره وايي، امریکا به د شمالي کوریا مشر نه پرېږدي چي پر دوی لوبي وکړي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...