د پښتون ژغورني غورځنګ وایي، چي پاکستاني پوځ په قبایلي سیمو کي هغو وسله‌والو ډلو ته خوندي پټنځایونه ورکړي چي په افغانستان کي حملې کوي

دوی وایي، دې پالېسۍ د پښتنو سنتي قبایلي ټولنه نا ارامه کړې ده.

د افغانستان او پاکستان د چارو شنونکي مایکل سیمپل دې خبري اژانس ته ویلي د پشتین غورځنګ د پاکستان د پوځ د هغه چلند په وړاندې چي د وسله ‌والو سره‌ یې لري یو ځانګړی چلینج رامنځته کړی.

د نوموړي په وینا دې غورځنګ هغو تورونو ته چي مخکې ورته پام نه‌کیده ځواکمنه ژبه ورکړه.

مایکل سیمپل وايي:

“دا د دوه مخې لوبي یو تر ټولو کمزورې نقطه ده، ځکه په سیمه کي واقعي انسانان اوسیږي او هغوی هغه څه چي ترسره کېږي ګوري.”

د دې بریتانوي څېړونکي په وینا دا غورځنګ غواړي تور او سپین سره بېل کړي.

د فرانسې خبري اژانس د یکشنبې په ورځ په لاهور کې د پښتون ژغورني غورځنګ هغې غونډې ته اشاره کوي چي زرګونه کسانو ‌کې د ترهګرۍ سره د پوځ د ملاتړ پر ضد شعارونه ورکول.

راپور وايي، دا مهمه صحنه وه ځکه په پاکستان کې د امنیتي ادارو خلاف داسې تورونه راپورته کول خطرناکه سره کرښه ګڼل کېږي چي تر دې مخکې ترې چا د پښې اړولو جرأت نه ‌دی کړی.

بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وايي، له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسي د وزیرستان په نا ارامیو کي یې د ۴۰ په شااوخوا کي خپلوان او ملګري وژل سوي او ۳۰ نور تري تم دي. د نوموړي په وینا د ده د غورځنګ ملګري هم د قربانیو ورته کیسې لري.

پشتین وايي:

“ښايي هغوی ته به ځیني طالبان ښه طالبان ښکاري، خو موږ ته ښه نه ‌دي، موږ وژني.”

په راپور کي ویل سوي، په پاکستان کي د محکمې له پرېکړې پرته د وژنو او د استخباراتي او امنیتي ادارو له ‌خوا د خلکو د بی‌درکه کولو په وړاندې د بشري حقونو فعالانو له پخوا غږ پورته کړی و.

خو د منظور پشتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په دې غږ کې ځواک پیدا کړ.

زرګونه کسان چي د کورنیو غړي یې ورک وو رامخي ته سول او په ملکي محکمو کې یې د ورکو سویو کسانو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه.

په راپور کي ویل سوي، که څه هم د پاکستان عمومي رسنیو د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه راپورونه ورکول تحریم کړي، خو ټولنیزو رسنیو له دې غورځنګ سره مرسته کړې څو خپل پیغام په پراخه توګه تر خلکو ورسوي.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...