امریکا وایي، له عربستان سره به د اړیکو په برخه کي هیڅ ډول بدلون را نه ولي

د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو ددغه هېواد سنا ته د وینا پر مهال ویلي چي له سعودي عربستان سره په خپلو ارتباطاتو کي هېڅ ډول کموالی نه راولي.

د جیمز متیس او مایک پمپیو په خبره د سي ای اې او ایف بي ای څېړنې ښيي چي د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په مستقیمه توګه د خاشقجي په وژلو کي لاس نه لري.

د دوی په خبره داسي هېڅ سند نسته چي وښيي محمد بن سلمان په دغه قتل کي ښکیل دی نو له همدې امله امریکا نه غواړي له سعودي عربستان سره د اړیکو په برخه کي کوم بدلون راولي.

خو سناتورانو ویلي دوی پر هغو سندونو او ادعاوو سترګي نه سي پټولای چي رسنۍ یې هره ورځ هسکې ټيټې کوي.

دوی له امریکايي چارواکو د لا ډېرو پلټنو غوښتنه کړې ده.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...