راپور: محمد یار مجروح
د کندهار د برېښنا ریاست مسولین وايي، د کندهار ښار ته به تر راتلونکو دوو میاشتو پوري د سولر برېښنا ورسیږي.
د دغه ولایت د سولر برېښنا په برخه کي درې بیلابیل شرکتونه کارکوي چي ترکی شرکت پکښي مخکښه دی.
د کندهار د برېښنا رئيس امان الله فاروقي وايي، د کندهار ښار لپاره د ۳۰ میګاواټه سولر برېښنا له جملي څخه د ترکی شرکت د ۱۵ میګاواټه برېښنا ۸۰ سلنه چاري پوره سوي او تر دوو میاشتو به کندهار ښار ته برېښنا ورسیږي.
دی وايي، د پاته ۱۵ میګاواټه برېښنا چاري به هم ژر پيل سي او هغه شرکتونه چي پر وخت کارونه بشپړ نکړي د قراردار له مخي به جریمه سي.
بلخوا د کندهار ولایتي شوار وايي، د سولر برېښنا په برخه کي ترکي شرکت تر ټولو غوره کار کړی دی.
د کندهار د ولایتي شورا رئيس سیدجان خاکریزوال د سولر برېښنا څخه دلیدني پر مهال وویل چي هغه شرکتونه چي کارونه يې ځنډېدلي باید قراردادونه يې نورو شرکتونو ته ورکول سي.
دده په خبره د سولر برېښنا په برخه کي ترکۍ (سیونټي سیون) شرکت تر ټولو غوره کار کړي چي ډیر ژر به يې کندهار ښار ته برېښنا ورسیږي.
د کندهار ښار لپاره د ۴۰ میګاواټه برېښنا له جملې د ۱۰ میګاواټه سولر برېښنا چاري د هندۍ کمپني په غاړه دي چي د مسؤلینو په خبره کارونه يې ځنډیدلي دي او تر راتلونکو دوو میاشتو به کندهار ښار ته یوازي ۴ میګاواټه سولر برېښنا ورکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون