امریکايي چارواکو ویلي چي له مرکزي امریکا زرګونه غیر قانوني کډوال هڅه کوي امریکا ته د ننه سي، نو ځکه دوی اړ سوي چي دغه لارې او پولي د څه مودې لپاره وتړي.
له مرکزي امریکا څه باندې ۵ زره کډوال د امریکا پر لور روان سوي دي.
دوی وايي په خپل هیواد کي له بې وزلۍ او تاوتریخوالي ستړي سوي دي نو ځکه یې دغه کار ته مخه کړې ده.
خو د امریکا حکومت ویلي چي دوی ته به د ننوتو اجازه ور نه کړي.
ټرمپ امر کړی چې له مکسیکو سره پر پوله دې زرګونه سرتېري ځای پر ځای سي.
تېره ورځ د کډوالو یوه ۵ سوه کسیزه ډله دغه پولې ته رسېدلې وه، چي پولیسو له اوښکي بهونکي ګاز ددوی د مقابلې لپاره استفاده کړې.
دغه کډول اوس هم له مکسیکو سره د امریکا پر پوله ولاړ دي او امریکايي چورلکې یې څاري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون