د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کي د تاوتریخوالي دوام د اندیښنې وړ بللی دی

ددغه سازمان له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي په دې وروستیو کي د افغانستان په ګڼو ولایتونو کي جګړې او خونړۍ پېښي ډیري سوي دي.

ددغه سازمان مشر یوسف العثمین وایي، دوی په افغانستان کي د تاوتریخوالي دوام غندي او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ بولي.

دده په خبره په افغانستان کي روانه جګړه ناروا بلل سوې ده او د نړۍ ټولو اسلامي علماوو په دغه هیواد کي د سولي پر خبرو ټینګار کړی دی.

نوموړي پر ښکېلو اړخونو ږ غ کړی چي سولي ته غاړه کښېږدي او په جوماتونو، عامه ځایونو او عامو وګړو باندې وحشتناک او غیر انساني بریدونه ودروي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...