امریکايي چارواکي وایي، په افغانستان کي مېشته داعش ډله په امریکا کي د برید کولو وړتیا ته نږدې سوې ده

 د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزف ووټل وايي، په افغانستان کي مېشتو داعشیانو یوه پېچلي او خطرناکه شبکه رامنځ ته کړې ده او ورځ په ورځ په یوه ستر خطر اوړي.

دده په خبره دوی په امریکا کي د ټولنیزو رسنیو پر مټ کسان جذبوي او ورو ورو یې ددې وړتیا پیدا کوي چي په امریکا کي برید وکړي.

ووټل په افغانستان کي د ترهګرۍ پر ضد پر جګړې ټینګار کړی دی او وایي دوی به دداعش په ګډون د ټولو هغو ډلو پر ضد عملیات کوي چي د سیمي او نړۍ لپاره خطرناک دي.

ووټل همدا راز ویلي چي په سیمه کي دداعش د حضور ګواښ مخ پر زیاتېدو دی او باید مخنیوی وسي.

دغه لوړپوړي امریکايي جنرال داسي مهال دغه څرګندوني کړې، چي تر دې وړاندي امریکا او افغان حکومت دداعش د ختمیدو او کمزوري کیدو خبر ورکړی و.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...