د تاجکستان او افغانستان پر پوله د دواړو هیوادونو ګډ سوداګریز بازارونه جوړیږي

د راپورونو له مخي تر دې دمه ددغه سوداګریزو بازارونو پنځه څلوېښت پروژې لاسلیک سوي دي.

د کلیو او پراختیا وزارت وایي، دوی غواړي په دې توګه د سرحدي سیمو د خلکو په ژوندانه کي مثبت تغیر راولي او دوی د یوه دایمي کاروبار څښتنان کړي.

ددغه پروژو لګښت ۱۲۱ میلیونه افغانۍ دی چي د جاپان له لوري ورکول کیږي.

په دغه بازارونو کي به د تاجکستان او افغانستان د سوداګرو توکي پلورل کېږي.

په ورته وخت کي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو انکشافي ادارې ویلي، چي دغه ډول پروژې به د خلکو په ژوند کي مثبت تغیر راولي.

ددوی په خبره ددواړو هېوادونو د سرحدي سیمو د وګړو اقتصاد به ښه سي او د دوی په سیمو کي به پرمختګونه رامنځ ته سي. ټاکل سوې چي دغه بازارونه په بدخشان، کندوز او بلخ کي جوړ کړل سي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...