هند یو ځل بیا ویلي چي د کشمیر د برید اصلي طراحان د پاکستان پوځ او ای ایس ای دي.
د هندي رسنیو د راپورنو له مخي ددغه هېواد لوړپوړو پوځي چارواکو ویلي، چي د کشمیر برید د پاکستان د استخباراتي ادارې او پوځ له لوري طراحي سوی و او دوی په دې اړه دقیق معلومات لري. د هندي چارواکو په وینا دوی بریالي سوي چې تر برید سل ساعته وروسته په برید پورې تړلي ځني کسان ووژني، خو اصلي طراحان یې په پاکستان کي دي او د پاکستان د استخباراتي ادارې په لارښوونه یې دغه خونړی برید ترسره کړی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون