افغان ۱۹ کلني کريکټ ملي لوبډلي بنګله دېش ته په څلورمه لوبه کي هم ماته ورکړه

د افغانستان د ١٩ کلنو کرکټ ملي لوبډلي په څلورمه يوه ورځنۍ لوبه کي د بنګله دېش ١٩ کلني لوبـډلي ته يو ځل بيا ماته ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک رسنيو ته وويل، د افغانستان ١٩ کلنو لوبډلي لومړى توپ وهنه وکړه او ټوله لوبډله په ٤٥ اوورونو کي په ١٣٣ منډو وسوځېدله. د افغانستان له لوري نثار وحدت په زړه پوري لوبه وکړه او ٥٣ منـډي يې جوړي کړې، دغه راز دروېش رسولي ٢٣ او نوين الحق ١٦ منډي جوړي کړې.

هوتک وايي، د بنګله دېش د ١٩ کلنو لوبـډلي لوبغاړو د افغان توپ اچوونکو مقابله ونه سو کړاى او ټوله لوبډله يې په يو دېرشم اوور کي په ٨٨ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ٤٥ منډو په توپير سره وګټله.

د افغانستان د ١٩ کلنو لوبـډلي لخوا مجيب ځدراڼ په زړه پوري توپ اچونه وکړه او د بنګله دېش ٧ لوبغاړي يې وسوځول، نوموړى د لوبي غوره لوبغاړى اعلان شو. تر دې مخکي هم افغانستان او بنګله دېش دواړو يوه يوه لوبه ګټلې وه او يوه لوبه د باران له امله بې پايلي پاته وه.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...