افغان کرکیټ ملي لوبډلي له زیمبابوي څخه لومړۍ لوبه وګټله

افغانستان او زیمبابوې په دي لړۍ کي چي په شارجه کي رواني دي، دوه شل اورېزي او پنځه یو ورځنۍ لوبي کوي.
افغان لوبډلي د دوو شل اورېزو لوبو لومړۍ لوبه، پرون د پنځو ویکټو او ۳۲ بالونو په توپیر وګټله.
په توپ وهنه کې محمدنبي عیسی خېل چي په ۲۷بالونو یې ۴۰ منډي وکړي او په بالنګ کي راشدخان ارمان د تل په شان د درو ویکټو په اخېستو سره ښه وځلېدل.
په دي لوبه کې محمد شهزاد هم له یو کلن بنديز وروسته د لومړي ځل لپاره لوبه وکړه او په ۱۱ بالونو يې شل منډې وکړې- یوه څلورېزه او دوه شپږېزي یې ووهلي.
له زیمبابوې سره دوهمه شل اورېزه لوبه نن سې شنبه ماښام د کابل په اوه نیمو بجو او پنځه یو ورځنۍ لوبي د رواني فبروري میاشتي په نهمه، ۱۱مه، ۱۳مه، ۱۶مه او ۱۹مه نېټه په پام کي دي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...