د افغانستان او زمبابوې کرکیټ ملي لوبډلو تر منځ د روانو سیالیو په لړ کي تیرهورځ سې شنبه دریمه لوبه ترسره سول.
د لوبي پچه زمبابوې وګتله او د توپ وهني پرېکړه یې وکړل، زمبابوې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلي د ۱۵۵ منډو هدف ورکړ، راشد خان د سیالي لوبډلي پنځه لوبغاړي وسوځول او د لوبي غوره لوبغاړی سو.
مجیب ځدران ۳ ، دولت ځدران ۱ او ګلبدین نایب ۱ د زمبابوې لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډلي یاد هدف په ډیري اسانۍ پوره کړ، رحمت شاه زرمتي او ناصر جمال نیمه سلیزو افغانستان په شپږو ویکیټو بریا ته ورسوی.
افغانستان او زمبابوې د سيریز دوې نوري لوبي هم لري چي که چیري افغانستان یوه لوبه بله وګټي د دې سيریز ګټونکی به سي.