د لوبي پچه ویسټ انډيز وګټل او افغان لوبډله یې توپ وهني ته راوبلل.
افغان توپ وهونکو ښه پیل نه درلود او هم باران د لوبي د ځنډېدو باعث سو، خو د افغان لوبډلي ویسټ انډيز ته په ۳۵ اورونو کي ۱۶۴ هدف ورکړ او ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل.
د افغان لوبډلي لپاره ښه توپ-وهنه سمیع شینواري او ګلبدین نایب وکړه، چي یوه ۴۲ او بل ۴۸ منډي جوړي کړې.
د لومړۍ پاڼۍ په پای ته رسېدو سره د D/L میتود پر اساس د افغان لوبډلي هدف په ۳۵ اورونو کي ۱۴۱ سو.
په دوهمه پاڼۍ کي ویسټ انډيز تېزه لوبه پیل کړه او په ۷۰ منډو ویسټ انډیزیانو ۳ ویکيټي له لاسه ورکړي وې او د نوموړي لوبډلي لپاره ایوین لیویس تر ټولو ډېري ۳۶ منډي وکړې.
په افغان توپ وهونکو کي دولت ځدران د د ویکیټو د هټریک ترڅنګ ۴، راشدخان او شراف الدین اشرف دوې دوې، شاپور ځدران او محمدنبي یوه یوه ويکيټه تر لاسه کړه.
د نړۍ وال جام د غوراوي سیالیو په لړ کي دا لومړۍ تمریناتي لوبه وه او افغان لوبډله یوه بله تمریناتي لوبه د نیدرلینډ خلاف راتلونکې پنج شنبه لري.