د افغانستان کرکټ بورډ د تېز توپ اچوونکو د لټون لړۍ له کندهار څخه پيل کړه.
د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، د ټول افغانستان په کچه يې د تیز توپ اچوونکو د لټون لړۍ پيل کړې تر څو د ملي لوبډلو لپاره ځوان او تیز توپ اچوونکي غوره کړي.
د کندهار په ګډون نن د هلمند، زابل، هرات، فراه، روزګان او نیمروز ولاتونو ۱۲۰ لوبغاړو د تیز توپ اچووني په موخه ازموینه ورکړه تر څو خپلي وړتیاوي وښيي، او دافغانستان ملي لوبډلي ته د تیز توپ اچوونکی په صفت ورمخکي سي.
لوبغاړي وايي، پروسه دي شفافه وي او وړ کسان دي انتخاب سي.
افغان کرکیټ بورډ په ملي لوبډله کي د تیز توپ اچوونکو د کمبود له امله دا ګام اخلي.
تر حمید حسن وروسته دولت ځدراڼ د افغان لوبډلې هغه توپ اچوونکی بلل کیږي چي د توپ سرعت یې تر ۱۴۰ زیات دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون