د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د اسيا په مقدماتي سياليو کي د ګډون په هدف نن ايران ته ولاړه.
د فوټبال فدراسيون د تخنيک ډايرکټر وايي، چي د فوټسال ملي لوبډله د ميزان په ۲۳ مه له ايران او د همدې مياشتې په ۲۴ مه له تاجکستان سره د لوبې ډګر ته وځي. هغه وايي، دغه سيالۍ د ايران په کوربه توب ترسره کيږي چي په کښې د ۴۷ هېوادونو د فوټسال لوبډلې ګډون کوي.