افغانستان کرکټ ملي لوبډلي  زیمبابوې ته په ۱۴۶ منډو ماته ورکړل

تیره ورځ  د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو د پنځو پنځوس اوریزه لوبو له لړۍ څخه پنځمه لوبه ترسره کړه.

د لوبي ټاس د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وګټd او لومړی يې د منډو جوړولو پريکړه وکړل.

افغان لوبډلي د ۵۰ اورونو په لوبولو سره ، د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۲۴۱ منډي جوړي کړې او ۲۴۲ منډي هدف يې زیمبابوي لوبډلې ته ورکړي.

د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتي منډي جاوید احمدي ۷۶ او رحمت شاه ۵۹ وکړي.

سکندر رضا ، مزارابانی او چیټارا دوه دوه ، چیسورو او کریمر د افغانستان یو یو لوبغاړی وسوځوی.

کله چي د زیمبابوي ملي لوبډله د یاد هدف د پوره کولو لپاره د لوبي ډګر ته راغله ، په ۳۲٫۱  اورونو کي يې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره په ۱۴۶ منډو پر افغانستان لوبه وبایلل.

د زیمبابوې لپاره تر ټولو زیاتي منډي ایروین ۳۴ وکړي.

راشد خان ۳ ، محمد نبي عیسی خیل او شراف الدین اشرف دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...