افغانستان د فلسطین فوټبال ټيم سره لوبه مساوي پاي ته ورسول

پرون د افغانستان د ۹۹یمي کلیزي د ښې لمانځني په مناسبت په کابل کي د افغانستان او فلسطین فوټبال لوبډلو ترمنځ دوستانه لوبه ترسره سوه، چي لوبه بیله کوم ګوله په مساوي ډول پاي ته ورسېده.

یاده لوبه چي تیره ورځ ماښام پیل سوه، دواړو لوبډلو د ګول څو چانسونه د لاسه ورکړه، خو په کومي ګولوهني ونه توانیدی.

د یادي لوبي لیدلو لپاره د یو شمېر چارواکو په ګډون په زرنګونه مینوال لوبغالي ته ورغلي وه.

د فوټبال افغان مبصیرین وايي، چي ددغه راز لوبو ترسره کول، کولای سي ددې زمینه برابره کړي چې افغانستان د نورو نړیوالو لوبو کوربتوب هم وکړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دا دریم ځل و، چې افغانستان او فلسطین سره لوبه وکړه چې په تیرو دوو لوبو کې یوه فلسطین گټلې وه او بله یې مساوي سوې وه.

د یادولو وړ ده چې نژدې پنځه کاله مخکې افغانستان د پاکستان د فوټبال د ملي ټیم کوربه و، هغه لوبه چې د افغانستان په گټه تمامه سوې وه.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...