اسراییلي الوتکو یو ځل بیا پر غزه هوایي بریدونه کړي

اسراييلۍ الوتکو په غزه کي د حماس ډلې اړوند د پلټني دوه پوستي بمبار کړي دي.

اسراييلو ويلي، دغه بريد يې له هغه وروسته کړی، چي د غزې له مزي دوی ته چاودیدونکي توکي ور واچول سول.

پرون مازديګر هم اسراييلي الوتکو په غزه کي په يوه بريد کي درې فلسطينيان ټپيان کړل.

اسراييلي چارواکي تور لګوي، هغو کسانو، چي د غزې له مزي يې دوی ته چاودیدونکي توکي ور اچولي، هڅه کوله دې سيمي ته اور ورته کړي او له اور اچوونکو بالونونو استفاده سوې ده. له بل لوري فلسطيني ځوانانو ويلي، د اسراييلو د جنايتونو پر وړاندې به غلي کښېنني او خپلو دا ډول بريدونو ته به شدت ورکړي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...