ننګرهار کي ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په ګردي كڅ سيمه كي تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواكونو د عملياتو په مهال اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ځايي اوسېدونکي وايي، په دغو عملياتو كي پنځه وژل سوي او درې ټپي سوي كسان ټول ملکي وګړي دي.
د ګردي کڅ د ځوانانو ټولني مشر رئيس خان غرني ویلي، چي په دې كسانو كي يو شمېر يې د فاتحې لپاره يادې سيمي ته ورغلي وو، چي په يوه حجره كي په ډله ييز ډول وژل سوي او ژوبل دي.
د هغه په وينا، امنيتي ځواكونو پنځه نور ملكي كسان له ځانونو سره بېولي دي.
د ننګرهار ولايتي چارواکي په ګردي کڅ سيمه کي ياده مرګ ژوبله تاييدوي، خو زياتوي، دغه عمليات د دولت د وسله والو مخالفينو د ځپلو په هدف ترسره سوي دي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...