Tag Archives: کندهار

په کندهار کي ۷۵۰۰ کسانو ته حرفوي زده کړي ورکړل سوې

د کندهار د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولين وايي، د بېکارۍ د کچي د راټيټولو لپاره يې په کندهار کي ۷۵۰۰ کسانو ته حرفوي زده کړي ورکړي دي. د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولين وايي، دوی په دې هڅه کي دي، چي د بېکارو کسانو لپاره د حرفوي زده کړو زمينه برابره کړي او د بېکارۍ کچه راټيټه ...

Read More »

کندهار: له ښاره ۱۷ ټنه بې کيفيته درمل راټول سوي دي

د کندهار د عامي روغتيا رياست مسوولين وايي، يوازي په تېرو دريو مياشتو کي يې له ښار څخه ۱۷ ټنه بې کيفيته درمل راټول کړي دي. د دوی په وينا، د هغو کسانو پر ضد يې هم کمپاين پيل کړی دی، چي په غير مسلکي ډول يې درملتونونه خلاص کړي دي او بې کيفيته درمل خرڅوي. خو د يو شمېر ...

Read More »

پيوستون: سږکال به کندهار کي ۴۷ ښوونځۍ پرانيستل سي

خبريال: محمد يار مجروح د پوهني رياست لخوا د کندهار په پنځمه ناحيه کي يو ابتدائيه ښوونځي پرانيستل سوه. ولايتي اداره وايي، پوهنه د دوی په لومړيتوب کي قرار لري او د پياوړتيا لپاره يې هلي ځلي کوي. د پوهني رياست مسوولين وايي، د روان تعليمي کال تر پايه به ۴۷ ښوونځۍ پرانيزي، چي زيات شمېر زده کوونکي به له ...

Read More »

کندهار: د عاشورا ورځ په نېکو اسلامي مراسمو سره ولمانځل سوه

خبريال: سيد حميد هاشمي ديني علماء وايي، د عاشورا ورځ د اسلامي اړخه د خورا زيات اهميت درلودونکې ده، چي بايد د نړۍ د ټولو مسلمانانو له خوا د قرانکريم په ختمونو، خيراتونو او د داسي نورو نېکو اسلامي کارونو په کولو سره ولمانځل سي. په نړۍ کي ټول مسلمانان ځينو اسلامي ورځو ته په زيات قدر کولو باندي قايل ...

Read More »

د کندهار پوهنتون د انجينرۍ پوهنځۍ څخه ۵۵ کسان فارغ سول

خبريال: سيد حميد هاشمي د کندهار پوهنتون مسئوولين وايي، په ډېرو کمو امکاناتو يې محصلينو او استادانو ته د تدريس سهولتونه برابر کړي دي. د مسئوولينو په خبره لاهم په دې هڅه کي دي، ترڅو په لوړه سويه محصلينو ته د زده کړو زمينه برابره کړي. د کندهار پوهنتون مسئوولين وايي، که څه هم په دې وروستيو کي کندهار پوهنتون ...

Read More »

کندهار: د وترنرۍ په برخه کي (۲۴) تنه له مسکلي زده کړو فارغ شول

خبريال: سيد حميد هاشمي په کندهار کي (ډي سي اې) موسسې ۲۴ کسان د وترنرۍ په برخه کي له ۶ مياشتنيو زده کړو وروسته فارغه کړل. د کرني او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، ياد کسان به د کندهار په ولسواليو کي د وترنرۍ په برخه کي خلکو ته خدمات وړاندي کوي. فارغه سوو کسانو ته د وترنرۍ د برخي مکمل ...

Read More »

خصوصي پوهنتونونو ته د کندهار والي خبرداری!

خبريال: سيد حميد هاشمي د کندهار والي وايي، هغه خصوصي پوهنتونونه بايد وتړل سي، چي د ځوانانو د روزولو وړتيا ونه لري. د هغه په خبره په دغه ولايت کي لا هم لويه ستونزه د بې سوادۍ ده، چي له امله يې په دولتي ادارو کي ستونزي موجودي دي. دغه راز هغه وايي، د ولسواليو  ښوونځيو ته هر کال ميليونونه ...

Read More »