خبريال: سيد حميد هاشمي
د کندهار والي وايي، هغه خصوصي پوهنتونونه بايد وتړل سي، چي د ځوانانو د روزولو وړتيا ونه لري.
د هغه په خبره په دغه ولايت کي لا هم لويه ستونزه د بې سوادۍ ده، چي له امله يې په دولتي ادارو کي ستونزي موجودي دي. دغه راز هغه وايي، د ولسواليو ښوونځيو ته هر کال ميليونونه افغانۍ ورکول کيږي، خو تراوسه د دولسم څخه يوه ښځينه فارغه زده کوونکي نه لري.
تېره ورځ د کندهار په ولايت مقام کي په حکومتولی او ولايتي چارو کي د ځوانانو مشورتي غوڼده جوړه سوه. د کندهار والي تورن جنرال زلمی ويسا وويل، چي په حکومت کي تر ډيره ځوانانو ته ځای ورکول سوی دی او دوی هڅه کوي، چي نور هم په ادارو کي وړ او مسلکي ځوانان په دندو وګماري. خو ويسا دلته لويه ستونزه بې سوادي وبلل او ويې ويل، ډير ځوانان مو نالوستي دي او تراوسه په ولسواليو کي ښځينه د دولسم فارغيني نه لري، په داسي حال کي چي هر کال ميليونونه افغانۍ د ولسواليو ښوونځيو ته ورکول کيږي.
دغه راز کندهار والي وويل، چي هغه خصوصي پوهنتونه او تحصيلي موسسې بايد بندي سي، چي د ځوانانو د روزلو او تعليمي کچي د لوړولو وړتيا نه لري. پر همدې مهال د کندهار مرستيال والي او د ځوانانو د بورډ مشر عبدالحنان منيب وويل، چي د ځوانانو لپاره په بيلابيلو برخو کي اسانتياوي برابري سوي دي او هڅه کوي، چي د ولسواليو ځوانان هم له خپلو خدماتو برخمن کړي. د يادولو وړ ده، چي په کندهار کي د پوهني په برخه کي تر ډيره ستونزي موجودي دي، چي له امله يې هر کال په ډېر کم شمېر ځوانان لوړو زده کړو ته لاره پيدا کوي او يو شمېر نور يې بيا په ادارو کي د کار چانس نه ترلاسه کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون