خبريال: سيد حميد (هاشمي) افکو کمپنۍ غواړي د پخوانۍ افغانستان د تاريخي ځايونو په څېر ودانۍ او منارونه په عينو مېنه کي جوړ کړي. ددغه کمپنۍ مشر وايي، د نړۍ د هر هيواد د ښکلو ودانيو ډيزاين يې کندهار ته راوړی او دلته يې همرنګه ودانۍ جوړي کړي دي. د افکو کمپنۍ مشر او ملي سوداګر محمود کرزی وايي، په ...
Read More »کندهار: سېلاب خيريه بنسټ د روغتيا له رياست سره د درملو مرسته وکړه
خبريال: محمديار مجروح سېلاب خيريه بنسټ په کندهار کي د روغتيا له رياست سره د لسګونو کارتنونو درملو مرسته وکړه. د ياد خيريه بنسټ مسؤلين وايي، چي روغتيا رياست به مرسته سوي درمل تر بيوزلو ور ورسوي. د سيلاب خيريه بنست مسؤلين وايي دا ځل يې ضروروي وګڼل چي د بيوزلو او غريبو کسانو د ښه روغتيا لپاره د درملو ...
Read More »په لاسي خامک لېکل سوی قران الکريم به ملي موزيم ته وسپارل سي
خبريال: سيد حميد (هاشمي) په لاسي خامک د قران الکريم ليکونکې زمرد افغان وايي، چي خپل دين ته د خدمت کولو او د خويندو ديني برخي ته د خدمت کولو او متوجه کولو په موخه غواړو، ځيني حديثونه او ياسينونه له پښتو ژباړي سره پر ځانګړو ټوکرانو وليکي. دا د هغي باهمته او عزم لرونکي زمرد افغان په لاس، په ...
Read More »په کندهار ميرويس روغتون کي هره ورځ شاوخوا ۴۰ رواني ناروغان کتل کيږي
خبريال: محمد يار (مجروح) د کندهار د عامي روغتيا رياست مسوولين وايي، تراوسه په دغه روغتون کي د دا ډول ناروغانو لپاره د بستر اسانتيا نسته، خو د دې برخي لپاره هڅه کوي، چي فعاله يې کړي. د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، په افغانستان کي شاوخوا شپېته سلنه خلک په رواني ناروغيو اخته دي، چي ډېره برخه يې ...
Read More »په کندهار کي د بزګرو د ښې روزني او معلوماتو تر لاسه کولو روزنيز مرکزونه جوړيږي
خبريال: سيد حميد (هاشمي) د افغانستان د کرني او مالداري وزارت مسوولين وايي چي ددې مرکزونو په جوړيدو به د بزګرو ظرفيت لوړ کړي او د هغوی زراعتي حاصلاتو به بازار پيدا کړي. اوسمهال په کندهاري د زراعتي حاصلاتو لپاره دمارکيټ نشتون د بزګرو تر ټولو لويه ستونزه ده. په کندهار کي نن د بزګرو د رونيز او معلوماتي مرکز ...
Read More »کندهار: نيال اکاډمۍ د وړکتون له دورې ۲۹ کوچنيان فارغ کړل
خبريال: محمد يار (مجروح) په کندهار کې د نيال اکاډمۍ د وړکتون څخه ۲۹ تنه کوچنيان فارغ او د ښوونځي زده کړي يې پيل کړې. دغه غونډه چي په عينو صالون کي د احمد شاه ابدالي شرکت به ملاتړي جوړه سوي وه، پکښي د کندهار د مرستيال والي ترڅنګ د پوهني رئيس برخه اخيستې وه. په کندهار کي د نيال ...
Read More »کندهار کي پوليسو دوه قاچاقبران نيولي دي
د کندهار پوليسو دوه تنه قاچاق وړونکي نيولي دي، چي غوښتل يې سلګونه ګرامه هيرويين په خپلو نسونو کي هند ته انتقال کړي. پر همدې مهال د کندهار د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې پوليسو څلور تنه هغه کم عمره کيسه بران نيولي دي، چي د خلکو جيبونه يې وهل. دغه کوچنيان مخکي هم څو ځله ...
Read More »کندهار: تعليمي مرکز کي لسګونه ښځينه پوليسي په زده کړو بوختي دي
د کندهار ملي پوليسو د تعليمي مرکز چارواکي وايي، په راتلونکي څو اوونيو کي به لسګونه ښځينه پوليسي د روزنيز کورس څخه فارغي کړي. په دغه مرکز کي اوس مهال لسګونه ښځينه پوليسي روزنه ترلاسه کوي، چي په بېلابيلو برخو کي زده کړي ورکول کيږي. په ورته وخت کي ښځينه پوليسي وايي، په ياد مرکز کي يې ډير څه زده ...
Read More »کندهار ښاروال: په راتلونکو څو اوونيو کي د ښار نړيواله ورځ لمانځو
خبريال: سيد داود (قادري) په راتلونکو څو اوونيو کي به د کندهار ښاروالۍ له لوري د ښار نړيواله ورځ ولمانځل سي. د کندهار د ښاروالۍ مسوولين وايي، ددغي ورځي لپاره يې وړ تدابير نيولي دي، ترڅو د امن په فضا کي ياده ورځ ولمانځي. د کندهار ښاروال روښان ولسمل وايي، د ښار د ودي لپاره يې کارونه دوام لري او ...
Read More »د کابل کندهار پر لويه لار ټول پلونه او پلچکونه خراب سوي دي
خبريال: محمد يار (مجروح) د لويي لاري موټر چلونکي وايي، چي د کابل کندهار لويه لار د پخوا په پرتله ډېره خرابه سوې ده. له لويه سره جګړه هغه پديده ده، چي د افغانستان ټولي لويي لاري يې خرابي کړي دي، خو موټر چلوونکي د يادي لويي لاري د خرابوالي بل لامل په لويو موټرانو کي د زيات وزن وړل ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون