Tag Archives: کندهار

د کندهار عالي دارالمعلمين هرکال ټولني ته مسلکي ښوونکي وړاندي کوي

خبريال: محمد يار مجروح په کندهار کي د عالي دارالمعلمين مسوولين وايي، د محصلينو پر کيفيت يې کار کړی او  هر کال په سلګونه ښوونکي ټولني ته وړاندي کوي. دوی وايي، په عالي دارالمعلمين کي يې محصلينو ته هر ډول اسانتياوي برابري کړي، خو مجهز لابراتوار تراوسه نه لري. دوی له اړوند مسوولينو غواړي، چي مجهز لابراتوار ورته ورغوي او ...

Read More »

د سون توکو سره بېغوري هيواد کي د سوځوني پېښي دېري کړي دي

خبريال: محمد يار مجروح نثار احمد هغه هټيوال دی، چي څو ورځي وړاندي يې دوکان د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کي اور اخيستی وو. دی وايي، دده ټوله شتمني همدغه دوکان وو، چي د کور روزي يې پرې برابروله، خو ددوکان د سوځيدلو وروسته يې اوس اقتصادي حالت ډير خراب سوی دی. هغه له دولته او ملي سوداګرو غواړي، چي ...

Read More »

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست لپاره نوی سرپرست رئيس وټاکل سو

خبريال: سيد داود قادري د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشاور چي کندهار ته يې سفر کړی وويل، چي نوی رئيس به د خلکو د مشورو او طرحو په رڼا کي خپل فعاليت ترسره کړي. په ورته وخت کي د ولايتي ادارې چارواکو وويل، ياد رئيس د استعداد پر اساس ټاکل سوی دی او باوري دي، چي د خلګو خدمت به ...

Read More »

کندهار: د يوه تفريحي پارک د جوړېدو چاري پيل سوې

خبريال: سيد حميد (هاشمي) کندهار ښاروال وايي، دغه پارک د ۹۳ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د شپږو مياشتو په جريان جوړيږي، چي د خلکو  لپاره به د تفريح زمينه برابره کړي. پر همدې مهال کندهار والي وايي، ډير ژر به يو شمير نوري پروژې هم د ښار د پراخوالي او بيارغوني لپاره پيل کړي. د کندهار ښار په څلورمه ...

Read More »

د پنجوايي اوسېدونکي: پوهني رياست راسره د مور او ميرې چلند کوي

خبريال: محمد يار مجروح د کندهار د ولايتي شورا مسوولين د ولايتي ادارې په ګډون د پنجوايي ولسوالۍ د عمومي وضيعت څيړلو په موخه ددغي ولسوالۍ له اوسېدونکو سره وکتل. د پنجوايي ولسوالۍ خلګو ولايتي شورا ته شکايت وکړ، چي د پوهني رياست ورسره د مور او ميرې چلند کوي. کندهار ولايتي ادارې او ولايتي شورا د پنجوايي اوسېدونکو ته ...

Read More »

کندهار: ميوند کي د ملي اردو پر کنډک بريد سوی دی

وسله والو طالبانو په تازه خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د کندهار مېوند ولسوالۍ کي يې د ملي اردو يو کنډک نيولی او د ملي اردو ۳۰ سرتېري يې پکي وژلي دي، چي وروسته پوليس د مرستي په ډول سيمي ته رسېدلي او قرارګاه يې له سقوط څخه ساتلې ده. د دفاع وزارت وياند دولت وزيري د کنډک د ...

Read More »

د ۱۲ ولسواليو خلکو خپلي ستونزي د کندهار والي سره شريکي کړې

خبريال: سيد حميد (هاشمي). د کندهار والي وايي، هغه زورواکي او غاصبين به له واکه لېري کړي، چي د خلکو حقونه تر پښو لاندي کوي. پر همدې مهال د ولسواليو لسګونو اوسېدونکو له ولايتي چارواکو  څخه د دوی سيمو ته د پاملرني غوښتنه وکړه. دوی وايي، په سيمو کي يې د پوهني، عامي روغتيا او بيا رغوني کارونه ټکني دي ...

Read More »

نېکزاد: تېر کال مو شاوخوا ۶ ميليونه افغانۍ راټولي کړي دي

خبريال: محمد يار (مجروح) په کندهار کي د سرې مياشتي مسوولين وايي، هر کال د يوې ځانګړي اوونۍ په ترڅ کي ميليونونه افغانۍ راټولوي او په يادو پيسو ټولګټي پروژې رغوي. سرې مياشتي په کندهار کي ځانګړې اونۍ راپيل کړه، چي د مسوولينو به خبره سږ کال دې ته هيله من دي، چي د بېوزلو کسانو سره د مرستي لپاره ...

Read More »

د کندهار پوهنتون له ښووني او روزني پوهنځي څخه ۵۳۴ تنه فارغ سول

خبريال: محمد يار (مجروح) د کندهار پوهنتون د ښوني او روزني پوهنځۍ په خپله يولسمه دوره کي ۵۳۴ کسان فارغ کړل دغه محصلين، چي يوه برخه يې انجونو تشکيلوي په لسو رشتو کي يې زده کړي بشپړي کړي. چارواکي وايي، فارغه کسان د ښونځيو د مسلکي ښونکو تشکه ډکه کولای سي. کندهار دولتي پوهنتون چي د هيواد په کچه لمړی ...

Read More »

کندهار: په يوه اوونۍ ۷ تنه د قاچاق پرمهال نيول سوي دي

په کندهار کي د نشه يي توکو پرضد د مبارزې پوليس وايي، چي په يوه اوونۍ کي يې ۷ تنه هند ته د نشه يي توکو د قاچاق پر مهال نيولي دي. يادو کسانو تر څلور کيلو پوري نشه يي توکو د کفسولو په ډول په خپلو ګېډو کي ځای پرځای کړي وو، چي په هوايي ډګر کي نيول سوي ...

Read More »