Tag Archives: کابل

امان: تيرو ۲ مياشتو کي ۱۱۳۳ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نيول سوي دي

د کابل ګارنېزون وايي، په تېرو دوو مياشتو کي يې په کابل کي تر ۴۹ زرو ډېر عملياتي فعاليتونه کړي دي. ددغه ګارنېزون سرپرست جنرال افضل امان په کابل کي يوې غونډي ته وويل، په دغو اوپراسيوني فعاليتونو کي د عملياتو تحرکات، تصفيه او تالاشي، امنيتي مسايل او په کابل کي نور اوپراسيوني تدابير شامل دي، چي مثبتي اغېزې يې ...

Read More »

حامد کرزی: له سياسي او پوځي ستونزو د وتلو اساسي لار د لويي جرګې رابلل دي

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، له سياسي او پوځي ستونزو د وتلو يوه اساسي لار د لويي جرګې رابلل دي. ښاغلي کرزي په کابل کي خبري غونډي ته وويل، لويه جرګه د افغانانو يو پخواني دود دی او باور يې څرګند کړ، چي د لويي جرګې پرېکړي د ستونزو له حل سره مرسته کولای سي. حامد کرزي وويل، ...

Read More »

حنيف اتمر: د دولت ضد ډلو شمېر درې چنده لوړ سوی دی

په افغانستان کي د دولت د وسله والو مخالفو ډلو شمېر درې چنده لوړ سوى دی. د ملي امنيت شورا سلاکار په هېواد کي سياسي بې اتفاقي او اداري فساد لويي ننګوني بولي او وايي، چي د دولت د وسله والو مخالفينو له هرو څلورو څخه يو يې بهرنى دى. هغه زياتوي، چي په افغانستان کي د دولت وسله والو ...

Read More »

مشرانو جرګه: حکومت بايد د سولي د ټينګښت لپاره د اړيکو لاري خلاصي کړي

د مشرانو جرګې غړو په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر د تړلو په اړ اندېښنه څرګنده کړې ده او وايي، چي حکومت بايد د سولي د ټينګښت لپاره د اړيکو لاري خلاصي پرېږدي. د برېتانيا چاپ ګارډين ورځپاڼي په دې وروستيو کي راپور ورکړى دی، چي په نيويارک کي د ولسمشر اشرف غني او ډونالډ ټرمپ ترمنځ د ليدو ...

Read More »

کابل: د ورزشي خبريالانو ترمنځ د کرکټ سيالۍ ترسره کيږي

په کابل کي د ورزشي خبريالانو د سازمان له لوري د ورزشي خبريالانو ترمنځ د لا همغږۍ او همکارۍ په هدف، د کرکټ سيالۍ ترسره کيږي. د دې سازمان د اجرائيه کمېټې غړي سميع الله کاموال وايي، چي د دغو سياليو لومړي پړاو د مرکزي زون او ختيځ زون د ورزشي خبريالانو ترمنځ ترسره کيږي. د ښاغلي کاموال په خبره، ...

Read More »

د افغانستان لپاره د ناروې سفيره: د نجونو پر زده کړو بايد زياته پانګونه وسي

د افغانستان لپاره د ناروې سفيري د ښځو او نجونو په وړاندي د تاوتريخوالي د عاملانو لپاره د مجازاتو غوښتنه وکړه. هغې له افغان حکومته غوښتنه وکړه، چي د نجونو پر زده‌کړو ډېره پانګونه وکړي. ماري سکوري پرون چهارشنبه په کابل کي د نجونو د نړيوالي ورځي په لمانځغونډه کي وويل، افغان نجوني له زياتو ستونزو سره مخ دي او زده‌کړو ...

Read More »

اجرائيه رئيس: د اداري فساد سره مبارزه ډېره مهمه ده

د افغانستان د بيارغوني لپاره د امريکا د لګښت سرڅارونکي، جان سوپکو له اداري فساد سره د افغانستان د حکومت د مبارزې ستاينه وکړه. سوپکو په کابل کي د افغانستان د ملي وحدت حکومت له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره وکتل او د خپل دفتر د فعاليت په اړه‌يې معلومات ورکړل. عبدالله عبدالله د افغانستان د حکومت د ويندويانو په ...

Read More »

روشن افغانانو ته د (ويکيپيډيا) معلوماتي ويب پاڼي وړيا لاسرسی برابروي

په افغانستان کي د ګرځنده ټيليفونونو يوه شبکه وايي، د انلاين معلوماتو د نړيوالي پاڼي (ويکيپيډيا) سره د يوه تړون له مخي به ډېر ژر په افغانستان کي خلک وکولای سي، چي په وړيا توګه د معلوماتو دې انلاين وېب‌پاڼي ته لاسرسی پيدا کړي. د فرانسې خبري اژانس وايي، د (ويکيميډيا) په نوم کمپنۍ چي ويکيپيډيا معلوماتي پاڼه چلوي او په ...

Read More »

د سولي عالي شورا: د مخالفينو سره د سولي د خبرو ښه شرايط برابر دي

د افغانستان د سولي د عالي شورا مشر وايي، د دولت له وسله والو مخالفينو سره د تېر په نسبت، اوس د سولي د خبرو ښه شرايط برابر شوي دي. محمد کريم خليلي دا څرګندونې تېره دوشنبه په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وکړې او ويې ويل چي د مخالفينو په ليکو کي سوله غوښتونکي افراد هم شته. ...

Read More »

د افغانستان برېښنا شرکت په عوايدو کي زياتوالی راغلی دی

د افغانستان د برېښنا شرکت مسؤلين وايي، چي د روان کال په لومړيو شپږ مياشتو کي د تېر کال په نسبت ددغي ادارې په عوايدو کي څه باندي ۳ سلنه زياتوالی راغلی دی. د برېښنا شرکت وياند وحيد توحيدي وايي، چي سږ کال دغي ادارې د ۹۵ سلنه برېښنا له وېش څخه ۹۲ سلنه پيسې لاس ته راوړي دي. نوموړي ...

Read More »